IQNA

په مکې کې د نبوي سیرت د نړیوال نندارتون او میوزیم پرانیستل

10:07 - August 28, 2025
د خبر لمبر: 3491612
ایکنا- د عربستان د  اسلامی تمدن او د نبوي  سیرت نړیوال نندارتون او میوزیم، پرون  چارشنبې ورځې د مکې سیمې د مرستیال امیر شهزاده سعود بن مشعل بن عبدالعزیز په شتون سره ددغه ښار  په واچ ټاؤرونو کې  افتتاح شو .

یکنانیوز دعربستان  سعودي خبری آژانس له قوله راپور راک،په دغه نندارتون او میوزیم کې چې د اسلامی نړۍ د اتحادئې  او د مکې د پاچائي هیئت  او مقدسه مشاعر په ملګرتیا سره  افتتاح شو، د ؛پيغمبر(ص) داسې چې  له هغه سره یاست؛ په عنوان سره سټالونه پکې شامل دي چې  د مکې مکرمې ،مدینې منورې او د هجرت  د لارې منظرې   انځوروي.

همداراز  دنبوي شریف  دحجرې پانورامه  او د دنبوي طب برخې په دغه نندارتون کې موجودې دي او  کتونکي  له نبوي سیرت سره آشنا کوي.

 په نندارتون کې ؛ اتحاف؛ ډيجیټل  پلیټ فارم هم  مخ کتنه وشوه چې پکې  علمی کتابتون ، پيژندل شوي دانشنامې  او  د د نیا په ترټولو مهمو ژبو ترجمه شوي ټکنیکونه  شامل دي .

همداراز د مکې سیمې مرستیال امیر د هغه دایمي نندارتون چې د قرآن کریم او نبوی سنت او حرمین شریفین  ته په خدمت کې د عربستان هلوځلو نندارې ته بیل  دی ، کتنه وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4301944   

captcha